IQNA

له امریکا سره د تفاهم یاددښت ، او دوه بیړني اقدامات یا امتیازونه(مقاله)

15:45 - June 15, 2026
د خبر لمبر: 3492914
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت  بهرنیو چارو وزارت مرستیال له  امریکا سره د شوي تفاهم په اړه وویل چې د دوشنبې د ورځې له سهار څخه دوه سمدستي بدلونونه رامینځته کېږي؛ لومړی  د لبنان پشمول په ټولو جبهوکې  د جګړې پای ته رسېدل او دویم د سمندري کلابندئ ختمېدل دي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایراند اسلامی جمهوریت مرستیال خارجه وزیر کاظم غریب‌آبادي د ایران له نیوز خبری چینل سره په خبرو کې  وویل: د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم‌لیک متن نهائي شوی او د دواړو اصلي لورو ترمینځ به ئې وروستي لاسلیکونه د جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي. له نن دوشنبې  سهاره دوه سمدستي پېښې رامنځته کېږي؛ لومړی به د لبنان پشمول په بېلابېلو جبهو،  کې جنګ  او پوځي عملیات پای ته ورسېږي، چې د پاکستان د لومړي وزیر په پیغام کې هم ورته اشاره شوې وه. دویمه موضوع، چې د امریکا ولسمشر هم پرې اعتراف کړی، د سمندري کلابندئ پای او لیرې کېدل دي.»

کاظم غریب‌آبادي د ایران د ژمنو په اړه وویل:په طبیعي ډول به دا ژمنې د جمعې له ورځې او د تفاهم‌لیک له رسمي لاسلیک وروسته عملي شي.

هغه زیاته کړې ده ؛دا تفاهم یوازې د ډیپلوماټیکو سلا مشورو پایله نه ده، بلکې د شهیدانو د پاکو وینو، د زړوَرو پوځي ځواکونو د قوماندانانو او مامورانو  د سرښندنو، د غیرتي ولس د مقاومت، د وسله‌والو ځواکونو د ملاتړ، د اسلامي جمهوریت د دښمنانو پر وړاندې د خلکو د  کلکې درېدو، د شهید امام د وینو او د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د تدبیرونو برکت دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار وکړ: مونږ به ډېر ژر د دې تفاهم‌لیک د لاسته راوړنو په اړه خلکو ته په بشپړ شفاف ډول راپور وړاندې کړو.»

هغه په دوام کې وئيلي دي، هغه دښمن چې برید ئې کړی ؤ څو خپلې ناوړې موخې عملي کړي، په خپلو ټولو اهدافو کې له ماتې سره مخ شو او د ایران اسلامي جمهوریت  په دغه جنګ کې سترې بریاوې ترلاسه کړې. د تفاهم په مسودې کې مو خپل ټول مهم دریځونه شامل کړي دي. له رسمي لاسلیک وروسته به د تفاهم‌لیک متن خپور شي، او تر لاسلیک مخکې به هم د عامه رسنیو له لارې د دغه یادداشت بېلابېل اړخونه تشریح کړو.

غریب‌آبادي  مخکې پخپلو څرګندونو کې ووئیل؛دا تفاهم‌لیک د دښمن پر وړاندې د باور معنا نه لري، بلکې د بې‌باورۍ په فضا کې لیکل شوی دی، او مونږ به د امریکا د ژمنو د عملي کېدو څارنه کوو.

د ایران د بهرنیو چارومرستیال وزیر  وویل؛د تفاهم‌لیک متن به ژر خپور شي او خلک به  د ایران لاسته راوړنې او ژمنې ولیدل شي. زمونږ ژمنې زمونږ د لاسته راوړنو په پرتله د مقایسې وړ نه دي.

هغه ټینګار وکړ:«د ایران وسله‌وال ځواکونه به تل د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې  بشپړ تیارسئ وي،او د هر ډول احتمالي دسیسې د شنډولو لپاره به  ګوته په  ټریګر وي::

غریب‌آبادي وویل؛د جمعې په ورځ به رسمي لاسلیک ترسره شي او د دواړو پلاوو د مشرانو ترمینځ به د راتلونکو مذاکراتو د چوکاټ د ټاکلو لپاره خبرې دوام ولري. تر هغه وخته به د جګړې د پای، د سمندري کلابندئ  د لیرې کېدو او د شتمنیو د ازادېدو په اړه د امریکائي لوري ژمنې وارزول او تایید   شي.

د هغه په وینا:«د ۶۰ ورځنیو مذاکراتو پیل د امریکا د دغو ژمنو له عملي کېدو سره تړلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر  وویل:«د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د ټولو بندیزونو پاي ته رسول، که لومړني بندیزونه وي او که ثانوي، او همدارنګه د ملګرو ملتو د امنیت شورا او د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د پرېکړه‌لیکونو لغوه کول، د ۶۰ ورځنیو مذاکراتو له مهمو موضوعاتو څخه دي. که وروستۍ موافقه وشي، ټول بندیزونه به لیرې شي.

هغه زیاته کړه: د ۶۰ ورځنیو خبرو دویمه مهمه موضوع د ایران اټومي پروګرام دی. همدارنګه د اقتصادي بیارغونې او پراختیا موضوع به هم په دې مودې کې وڅېړل شي او د هغې عملي میکانیزم به نهائي  شي. بله موضوع به د دواړو لورو د ژمنو د سم تطبیق د څارنې لپاره د اجرائي میکانیزم ټاکل وي.

غریب‌آبادي په پاي کې وویل:مونږ امریکا ته په پوځي ډګر کې ماته و رکړه او هغوی په دې تفاهم‌لیک کې د جنګ  پای ته  د رسولو ژمنه کړې ده.  

captcha